د ځنګلونو د زیانمیدو ستر سببونه
No hay miniatura disponible
Fecha
Autores
Título de la revista
ISSN de la revista
Título del volumen
Editor
FAO ;
Resumen
Descripción
په افغانستان کې څړځانونه او ځنګلونه د پراخ استعمال له امله په زیاته کچه زیانمن شوي دي ځکه ځایی ټولنې
د ژوند کولو لپاره نور بدیل اختیارونه په لاس کی نلري. ځایی خلک، د ځنګلدارۍ او څړځایونو د مدیریت ټولنو
غړي د څړځایونو څخه بوټي او واښه راوباسی او همدارنګه د ځنګلونو ونې پرې کوي ترڅو یی په محي بازارونو
کې وپلوري، ځان او کورنۍ پری وساتي.
په ځنګلونو او څړځایونو باندې د زیاتیدونکي فشار د کمولو په موخه، د هر یو ګټه اخېستونکی ته ۵۰ نېالګي ویشل شوی
دی. د ونو، فصلونو او څارویو ترکیب د چاپیریال ګواښونه کموي، د خاورې د تلپاتي پوښښ په رامینځته کولو کې
مرسته کوي د سیلابونو زیان کموي، او د اوبو زېرمې زیاتوي. برسېره پردې، کرنېزه ځنګلداري د خاورې د ژورو
طبقو څخه غذايي مواد د نایتروجن د تثبیتولو پواسطه د ځمکي سر ته راوړي، چې د نباتاتو لپاره د سرې په توګه
کارول کیږي.
