2026-06-28http://hdl.handle.net/123456789/324168په افغانستان کې څړځانونه او ځنګلونه د پراخ استعمال له امله په زیاته کچه زیانمن شوي دي ځکه ځایی ټولنې د ژوند کولو لپاره نور بدیل اختیارونه په لاس کی نلري. ځایی خلک، د ځنګلدارۍ او څړځایونو د مدیریت ټولنو غړي د څړځایونو څخه بوټي او واښه راوباسی او همدارنګه د ځنګلونو ونې پرې کوي ترڅو یی په محي بازارونو کې وپلوري، ځان او کورنۍ پری وساتي. په ځنګلونو او څړځایونو باندې د زیاتیدونکي فشار د کمولو په موخه، د هر یو ګټه اخېستونکی ته ۵۰ نېالګي ویشل شوی دی. د ونو، فصلونو او څارویو ترکیب د چاپیریال ګواښونه کموي، د خاورې د تلپاتي پوښښ په رامینځته کولو کې مرسته کوي د سیلابونو زیان کموي، او د اوبو زېرمې زیاتوي. برسېره پردې، کرنېزه ځنګلداري د خاورې د ژورو طبقو څخه غذايي مواد د نایتروجن د تثبیتولو پواسطه د ځمکي سر ته راوړي، چې د نباتاتو لپاره د سرې په توګه کارول کیږي.22 p.FAOد ځنګلونو د زیانمیدو ستر سببونهThreats causing rangeland degradation and benefits of sustainable rangeland managementد ځنګلونو د تلپاتی مدیریت ګټیBooklet